چهارشنبه, مې 13, 2026
Homeافغانستاند قلم لار بنسټ اېښودونکی؛مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ د ازادۍ معتبره جایزه...

د قلم لار بنسټ اېښودونکی؛مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ د ازادۍ معتبره جایزه وګټله

د افغانستان د زده‌کړو فعال مطیع‌الله ویسا د فرانسې د نورماندي سیمې له خوا د «۲۰۲۶ د ازادۍ» معتبره جایزه وګټله.

مطیع‌الله ویسا، چې د نجونو د زده‌کړو او د تعلیم د حق کلک مدافع بلل کېږي، د زده‌کړو د پراختیا لپاره اوږده مبارزه کړې او د همدې فعالیتونو له امله یې حتی د بند سزا هم تېره کړې ده.

د نورماندي د اعلان له مخې، د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو په رایه ورکولو کې برخه اخیستې وه، او د همدې رایو پر بنسټ ویسا د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې اتم پړاو ګټونکی اعلان شو.

مطیع‌الله ویسا د «قلم لار» بنسټ ایښودونکی دی، هغه بنسټ چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو د پراختیا او د ښوونځیو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم حق ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه خپله تعلیمي او ټولنیزه مبارزه په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړې وه او وروسته یې د ښوونځیو د جوړولو او د زده‌کړو د فرصتونو د پراخولو لپاره کار کړی دی.

ویسا په ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د ط..البانو حکومت له خوا ونیول شو او شاوخوا اووه میاشتې یې په بند کې تېرې کړې.

د ازادۍ جایزه په ۲۰۱۹ کال کې د نورماندي سیمې او د بشري حقونو او سولې د نړیوال انستیتوت له خوا رامنځته شوې ده، او هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشري آزادیو په دفاع کې مهم رول لري.

ټاکل شوې چې د دې جایزې د ویش رسمي مراسم د جون په څلورمه نېټه د فرانسې په کان ښار کې ترسره شي، چې پکې به زرګونه ځوانان او د دوهمې نړیوالې جګړې یو شمېر پخواني سرتېري هم ګډون وکړي.

په ۲۰۲۵ کال کې دا جایزه ژیزل پلیکوت ته ورکړل شوې وه، چې په فرانسه کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې له امله پېژندل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here