د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او تر دې دمه ۱۴ زره او ۲۹۳ تنه په ۴۶ الوتنو کې مدینې منورې ته رسېدلي دي.
د وزارت په وینا، د لوېدیځ زون پاتې حاجیان به هم ژر د هرات له لارې په ځانګړو الوتنو کې مدینې ته انتقال شي او د دې پړاو بهیر به بشپړ شي.
مسوولین زیاتوي چې په نږدې ورځو کې به د کندهار او هرات له زونونو څخه جدې ښار ته د حاجیانو د لېږد الوتنې هم پیل شي.
د چارواکو په خبره، افغان حاجیان به له رسېدو وروسته په نبوي جومات کې خپل عبادتونه ترسره کړي او وروسته به د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته لاړ شي.

