د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي د طالبانو حکومت له لوري د «ملي» اصطلاح د بدلون پر پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د ملي هویت د کمزوري کولو هڅه ده.
هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د «ملي» پر ځای د «عمومي» کلمې کارول یوازې لفظي بدلون نه، بلکې د هویت اړوند یو مهم تحول دی چې د خلکو د ګډ هویت او ارزښتونو پر بنسټ اغېز کوي.
فدایي زیاته کړې چې د اسلامي تاریخ له مخې، جغرافیوي او ملي نسبتونه د علماوو د پېژندنې مهمه برخه وه او د دې مفاهیمو ردول له تاریخي او علمي واقعیتونو سره سمون نه لري.
نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا ډول بدلونونه ښايي د افراطي فکرونو یا بهرنیو اغېزو پایله وي او ټینګار یې کړی چې اسلام یوازې د عربي اصطلاحاتو په کارولو تحقق نه مومي، بلکې د عدالت، ارزښتونو او عقیدې پر بنسټ ولاړ دی.

