د پاکستان د اپوزېسیون ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمودخان اڅکزی ویلي چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د لویو قدرتونو لپاره په هدیره بدل شوی دی او هېڅ بهرنی ځواک نه دی توانېدلی چې په دوامداره توګه یې کنټرول وساتي.
هغه زیاته کړې چې هم د برېټانوي هند او هم د پخواني شوروي اتحاد تجربې ښيي چې افغانستان نیول ښايي اسانه وي، خو ساتل یې خورا ستونزمن او له جدي پایلو سره مل وي.
د نوموړي په وینا، امریکا هم په دې هېواد کې له ورته ننګونو سره مخ شوې وه.
اڅکزي خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلارې او “ماجراجویانه فکر” د پاکستان لپاره خطرناک تمامېدلی شي او باید اجازه ورنکړل شي چې سیمه یو ځل بیا د شخړو په ډګر بدله شي.
نوموړي د حل لارې په توګه وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې وشي او د سیمې نور ګاونډي هېوادونه هم پکې شامل شي، څو ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه ټینګار کړی چې سیمهییز ثبات یوازې د تفاهم او ګډو هڅو له لارې ممکن دی، نه د زور او نظامي لارو څخه.

