چهارشنبه, مې 13, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:په خوست کې ۱۲ زره او ۵۰۰...

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:په خوست کې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي ویلي چې په خوست ولایت کې، د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ یوه ځمکه د بررسۍ وروسته د اختصاصي محکمې له لوري د دولت ملکیت پېژندل شوی دی.

هغه ویلي، چې دغه ځمکه ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ده؛ خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

راپور زیاتوي چې تر دې مخکې هم په کابل کې د ځینو ښارګوټو ځمکې دولتي اعلان شوې وې، چې د خلکو له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here