په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې او سیاسي فعالې څانګه صدیقي د فوزیه کوفي د شتمنیو په اړه په پرلهپسې ادعاوو ته په اشارې ویلي، چې اصلي او مهمه موضوع دا ده چې پر فوزیه کوفي خپله جدي پوښتنې راولاړیدای شي.
هغې ویلي، کوفي له تېرو دوو کلونو راهیسې په بېلابېلو نړیوالو ناستو کې ادعا کوي چې شتمنۍ یې د طالبانو له لوري مصادره شوې، خو د دې ادعاوو دوام او تکرار خلکو ته دا پوښتنه پیدا کړې چې نوموړې په افغانستان کې څومره او څه ډول شتمني لري.
صدیقي ټینګار کړی، چې دا موضوع نور یوازې د شتمنیو د مصادرې ادعا نه ده، بلکې اوس د عامو خلکو لپاره د کوفي د شتمنیو د کچې، سرچینو او حقیقت په اړه د پوښتنې بڼه خپله کړې ده.
نوموړې زیاته کړې، که دا ادعاوې ریښتینې وي، باید په شفاف ډول یې جزئیات وړاندې شي، او که نه وي، نو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅې د خلکو د باور زیانمنولو لامل ګرځي.
د هغې په خبره، خلک حق لري چې د سیاسي څېرو څرګندونې روښانه، مستندې او حساب ورکوونکې وي.

