چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانپاکستان؛لاهور ښار کې یو بریدګر درې تنه په ډزو وژلي او وروسته...

پاکستان؛لاهور ښار کې یو بریدګر درې تنه په ډزو وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د مزنګ په سیمه کې یو ۴۵ کلن سړی چې شاهد نومېږي، پر عامو خلکو ډزې کړې دي.

په دې پېښه کې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

وروسته بریدګر هم خپل ژوند پای ته رسولی دی.

پولیسو ویلي چې د پېښې د انګېزې په اړه تر اوسه پلټنې روانې دي او رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here