د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره په لیدنه کې یې د هېواد د روان وضعیت ترڅنګ، د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د بریدونو په اړه د خلکو اندېښنې شریکې کړې دي.
امرخېل زیاته کړې چې بریتانیا له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري او پر هغه هېواد اغېز هم لري؛ نو ځکه کولای شي اسلاماباد ته د افغانانو پیغام ورسوي، څو د دغه ډول خونړیو بریدونو او بشري جنایتونو مخه ونیول شي.

