د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د غیر رسمي استازو د لیدنې په اړه په خپل غبرګون کې لیکلي چې د خلکو او ځینو رسنیو چلند له ښکاره دوهګونتوب سره مخ دی.
نوموړې ویلي، که ځینې کسان له پاکستاني لوري سره وویني، دا کار د سولې، امنیت، ملي ګټو او د افغانستان د ثبات لپاره سپېڅلی بلل کېږي؛ خو که نور ورته ګام واخلي، نو بیا یې پر خیانت، تړاو، استخباراتي پروژې او د ملي ګټو پر ضد عمل تورنوي.
کوفي همداراز نیوکه کړې چې یو شمېر رسنۍ، د ټیکټاک فعالان او هغه کسان چې ځانونه بېطرفه څېړونکي بولي، یوازې انتخابي موضوعات راپورته کوي او په قصدي ډول عامه ذهنیت اغېزمنوي.
هغې زیاته کړې چې له همدې کړیو څخه څو ورځې وړاندې هم شور جوړ شوی و، کله چې د کونړ پوهنتون تر برید لاندې راغی، او دا چلند یې د “منافقت” بېلګه بللې ده.

