د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اړوند د الوخېل په سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه د محکمې د پرېکړې له مخې د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.
د چارواکو په وینا، دا ځمکه چې په دوو جلا کادستري برخو کې شامله ده، د قانوني اسنادو، املاکي ثبتونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته د دولت په نوم ثبت شوې ده.
وزارت ټینګار کړی چې دغه ساحه به د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپارل شي، څو راتلونکې کې یې د ساتنې او قانوني کارونې چارې تنظیم شي.
د عدلیې وزارت زیاتوي چې د دولتي ځمکو د تثبیت او له غاصبینو د بېرته اخیستلو بهیر په ټول هېواد کې دوام لري او دا اقدام د عامه شتمنیو د ساتنې په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

