سه شنبه, اپریل 28, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:کابل کې مو د پاکستان سفیر...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:کابل کې مو د پاکستان سفیر احضار کړ او احتجاج لیک مو ورته وسپاره

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د بریدونو په تړاو یې رسمي احتجاج لیک ورته سپارلی.

وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ملکي وګړو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض، د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی اقدام بللی.

په اعلامیه کې راغلي چې «اسلامي امارت» د پاکستان هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي، او ټینګار یې کړی چې د وضعیت د رامنځته کېدو ریښې باید په بې‌طرفه ډول وڅېړل شي.

یاد وزارت یو ځل بیا ویلي چې افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري او له پاکستانه یې غوښتي چې له ورته کړنو لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې د دې ډول اقداماتو دوام به ناوړه پایلې ولري.

د وزارت په خبره، افغانستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو غوښتونکی نه دی، خو د خپل حاکمیت او امنیت دفاع به په کلکه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here