د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته سفر کړی دی.
ښاغلي تکل زیاته کړې چې ټاکل شوې ده نوموړی نن (سهشنبه) د «اسلامي امارت» د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وګوري.
تر اوسه د دې لیدنې د اجنډا او بحث د موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

