د کونړ ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند د یارګل په سیمه کې د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د کونړ پوهنتون لیلیه هم په نښه شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې په پېښه کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان زیانمن شوي، خو د مرګژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند.
تر دې دمه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

