د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د هېواد په تاریخ کې “توره ورځ” بللې او ویلي یې دي چې کمونیستي کودتا افغانستان د اوږدو جګړو، اشغال او بېثباتۍ لورته یووړ.
په اعلامیه کې راغلي چې د کمونیستي رژیم له راتګ سره سم، د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونه تر فشار لاندې راغلل او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې زمینه برابره شوه.
د مجاهد په وینا، همدې تحول د شوروي اتحاد یرغل ته لاره هواره کړه او هېواد یې د لسیزو جګړو ښکار کړ.
هغه ټینګار کړی، چې افغانانو د کمونیستي مفکورې پر ضد پراخه مبارزه وکړه او بالاخره یې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکړې.
نوموړي زیاته کړې چې د ثور اتمه د همدې مبارزې د بریا او د اشغال د پای سمبول دی.
اعلامیه زیاتوي چې «اسلامي امارت» ځان د همدې تاریخي بهیر د لاسته راوړنو ساتونکی ګڼي او هڅه کوي هېواد له هر ډول بهرني نفوذ او “نامشروع افکارو” څخه وساتي.
ذبیح الله مجاهد، له خلکو غوښتي چې د تېرو تاریخي تجربو په نظر کې نیولو سره د ملي یووالي، ثبات او د نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

