د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د دې ادارې مشرتابه پلاوي روسیې ته د رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد له یو شمېر مهمو برېښنايي تولیدي او تخنیکي کمپنیو سره لیدنې ترسره کړې دي.
د برېښنا شرکت په وینا، په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته سفر وکړي، د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره تخنیکي همکارۍ پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د شوي تفاهم له مخې، روسي کمپنۍ به د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او نورو اړوندو برخو کې له افغانستان برېښنا شرکت سره همکاري کوي.
یادو کمپنیو په دې برخه کې خپل چمتووالی هم ښودلی دی.

