شنبه, اپریل 25, 2026
Homeافغانستانفضل محمود فضلي:ملي یووالی د اساسي قانون او اجتماعي قرارداد له عملي...

فضل محمود فضلي:ملي یووالی د اساسي قانون او اجتماعي قرارداد له عملي کولو پرته نه ټینګېږي

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، چې ملي یووالی د تعامل له واضح او منل شوو قاعدو راټوکېږي، نه د زور، ټوپک، وعظ او تشو شعارونو له لارې.

هغه زیاته کړې، چې د ملي یووالي د تحقق یوازینۍ لار دا ده چې د ملي وثیقې یا اساسي قانون پر بنسټ د ټولنې د ټولو وګړو او بېلابېلو اقشارو ترمنځ د ګډ ژوند او تعامل روښانه قواعد ومنل شي.

فضلي ټینګار کړی، چې له اجتماعي قرارداد پرته بله هېڅ بدیله لاره نه شته او که دا بنسټیز اصول نه وي، هر جوړښت ماتېدونکی پاتې کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here