د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د فراغت په مراسمو کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ فعاله مخالفه وسلهواله ډله شتون نه لري او د ده په وینا ټول قومونه په یووالي کې ژوند کوي.
نوموړي د پاکستان سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، هغه مذاکرات چې د چین په اورومچي کې ترسره شول، مثبت وو.
متقي له سیاستوالو، لیکوالانو او رسنیو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري او غیرمسوولانه څرګندونې ونه کړي.

