د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندیز کړی چې، هغه افغانان چې په قطر کې د امریکا ویزې ته په تمه دي، کولی شي په ډاډه زړه بېرته افغانستان ته راستانه شي.
نوموړي د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، یو شمېر افغانانو ته ویل شوي چې یا خپل هېواد ته ستانه شي او یا په درېیم هېواد کې د اوسېدو لاره خپله کړي، خو د ده په وینا، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او حکومت د ټولو ستنېدونکو هرکلی کوي.
تکل ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې هېچا ته امنیتي ګواښ نه شته او هېڅوک اړ نه دي چې د امنیتي اندېښنو له امله هېواد پرېږدي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، که څوک غواړي بل هېواد ته ولاړ شي، باید د قانوني لارو او په عزت سفر وکړي، او حکومت د قونسلي اړیکو له لارې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره له نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپورونه ورکړل شوي وو چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، کانکو ته استوي.

