د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د اماني صندوق وايي چې د اوبو کمښت لا هم د افغانستان له تر ټولو جدي او دوامدارو ستونزو څخه دی او د حل لپاره یې د ملي او نړیوالو ګډو هڅو اړتیا لا زیاته شوې ده.
دغه بنسټ په تازه راپور کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو اقدامات ښيي چې همغږي او ګډ کار کولای شي د خلکو په ژوند کې محسوس بدلون راولي.
د ورکړل شوو شمېرو له مخې، یوازې په تېر میلادي کال کې ۸۴۰ زره او ۸۲۶ کسانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د پاکو اوبو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره اماني صندوق ویلي چې د پاکو اوبو لاسرسی نه یوازې د خلکو روغتیا ښه کوي، بلکې د هغوی پر عزت او راتلونکي هیلو هم مثبت اغېز لري.
بل لوري ته، د نړیوالې مرستې موسسې «مرسي کورپس» مخکې خبرداری ورکړی و چې یوازې په کابل ښار کې شاوخوا اووه میلیونه وګړي د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي.
دغه موسسه وایي چې د کابل د نیمایي ژورو څاهګانو وچېدل د اندېښنې وړ دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د سختې وچکالۍ له خطر سره مخ شي.

