د ملي راډیو ټلویزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلی چې د دوحې انځور خپله هر څه بیانوي.
ښاغلي میاخېل مایک پمپیو ته په اشارې سره لیکلي:«هغوی چې له طالبانو سره یې خبرې وکړې او پټې معاملې یې وکړې، په داسې حال کې چې افغان سرتېري وژل کېدل، باید نورو ته د فساد، مشروعیت او حکومتولۍ درس ورنه کړي.»
هغه ویلي چې د دوحې د خبرو پر مهال د افغانستان حکومت له پامه وغورځول شو او د خپل راتلونکي په اړه له مستقیمو خبرو اترو څخه بېبرخې پاتې شو.
د نوموړي په خبره:«په همدې وخت کې، د دوحې د هوکړو او هغه څه تر منځ څرګند توپیر موجود و چې په کابل کې خلکو ته وړاندې کېدل. پر افغان حکومت فشار اچول کېده چې د طالبانو بندیان خوشې کړي او امتیازات ورکړي، پرته له دې چې یو جامع او ټولشموله سیاسي حل موجود وي. دا تضادونه خپله هر څه څرګندوي.»
میاخېل دغه راز ویلي، چې د افغانستان حکومت ته د “رژیم” ویل او د امنیتي ځواکونو قربانیو ته نه پاملرنه د ځینو لورو خپل رول په ښه توګه څرګندوي.
هغه زیاته کړې چې نننۍ نړیواله بېثباتي تر یوه بریده د همدغو پرېکړو پایله ده.

