سه شنبه, اپریل 21, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی، اصف‌علي زرداري ته:د ګندهارا تمدن او کلتوري میراث د لرغوني...

حامد کرزی، اصف‌علي زرداري ته:د ګندهارا تمدن او کلتوري میراث د لرغوني اریانا برخه دي، نه د پاکستان انحصار

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اصف علي زرداري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ګندهارا تمدن او یو شمېر کلتوري میراثونه د تاریخي شواهدو له مخې د یوې پراخې سیمې برخه دي چې د لرغوني آریانا له تمدن سره تړاو لري.

کرزي ویلي چې ګندهارا تاریخ د بامیان له سیمو نیولې تر د سند حوزې پورې غځېدلې و او د هغه په وینا د دې تمدن تاریخي ریښې د اوسني افغانستان له کلتوري میراث سره نږدې تړاو لري.

هغه همداراز د آدم‌خان او درخانۍ د کیسې او د رباب د هنر په اړه ویلي چې دا د افغانستان د بډایه فرهنګي میراث برخه ده، چې په بېلابېلو تاریخي سرچینو او ادبي آثارو کې یاد شوي دي.

کرزي زیاته کړې چې رباب د افغانستان د موسیقۍ یوه مهمه او پېژندل شوې آله ده چې د کابل رباب په نوم نړیوال شهرت لري، او د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې له لوري هم د افغانستان د ناملموسو فرهنګي میراثونو په توګه ثبت شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې فرهنګي میراثونه د سیمې د خلکو ګډ تاریخ څرګندوي، او باید د شخړو پر ځای د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او ګډ فرهنګي اړیکو لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ګندهارا تمدن د پاکستان د ملي هویت برخه ده او دا تمدن د پاکستان له تاریخي میراث سره تړاو لري.

هغه همداراز ویلي چې د آدم‌خان او درخانۍ کیسه او د رباب کلتوري هنر د پاکستان د ناملموس فرهنګي میراث برخه ګڼل کېږي او د دغه هېواد له تاریخي هویت سره تړلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here