د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، دمحمد محقق وروستیو څرګندونو، هغه تورن کړی چې د افغانستان د ملي حاکمیت او تاریخي مسایلو په اړه یې “ناسم او سپکاوی کوونکی دریځ” خپل کړی دی.
سادات ویلي، په داسې حال کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع لا هم د افغانستان له حساسو ملي مسایلو څخه شمېرل کېږي، دا د اندېښنې وړ ده چې یو مطرح سیاسي څېره د امیر عبدالرحمن پر کړنو تایید کوي.
هغه ټینګار کړی چې د دې موضوع په اړه باید له هر ډول تبصرې وړاندې تاریخي اسناد په دقت وڅېړل شي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان د اوسني وضعیت او ملي ظرفیت په اړه د محقق څرګندونې د “مسوولانه رهبرۍ” خلاف دي او ښيي چې ځینې مشران لا هم د ملي یووالي پر ځای پر تفرقه ولاړ دریځ غوره کوي.
سادات همداراز خبرداری ورکړی چې یو شمېر سیاسي مشران د شخصي ګټو لپاره له بهرنیو استخباراتي شبکو سره اړیکې ټینګوي، چې دا کار د هېواد د خپلواکۍ او ملي ګټو پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د تېرو لسیزو تجربې، په ځانګړي ډول له بهرنیو لوبغاړو سره د افغان ډلو اړیکې، باید د عبرت سبب وګرځي.

