د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي چې د ډیورنډ کرښه یوه تاریخي او ملي موضوع ده چې د افرادو او حکومتونو له واکه پورته ده، او وروستۍ پرېکړه یې باید د دواړو غاړو د ولسونو د ارادې پر بنسټ وشي.
هغه زیاتوي چې د پاکستان له لوري دا دریځ چې دا کرښه وروستۍ پوله ده، نوی نه دی؛ خو افغانان ورسره موافق نه دي.
فدایي همداراز نیوکه کړې چې ځینې افغان سیاستوال د سیاسي ګټو لپاره د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي، څو واک ته ورسېږي.
د هغه په اند، دا ډول موضوعات د افرادو له خوا نه، بلکې د مشروع، منتخب او ولسواک نظام له لارې حل کېدای شي.
هغه پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د ډلو او وسلوالو له لارې نه د ډیورنډ مسئله حل کېدای شي او نه هم د تروریزم ستونزه؛ بلکې دا پېچلې موضوعات یوازې د خلکو د رضایت او د حق خودارادیت پر بنسټ د یوه قانوني حکومت له لارې حل کېدای شي.
فدایي ویلي:«پاکستان کم تر کمه له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې ګڼې ډلې د همدې روایت پر بنسټ روزلې دي؛ خو کله چې یې واک ته رسولې دي، مطلوبې پایلې یې نه دي ورکړې، ځکه چې دا موضوع په ناسم ادرس تعقیبېږي او د تېرو تېروتنو تکرار دی.»
په پای کې، فدایي ټینګار کړی چې د تېرو څو لسیزو تجربې ښيي چې د نیابتي ډلو ملاتړ اغېزناک نه دی او یوازې ستونزې لا پسې زیاتوي.

