دوشنبه, اپریل 20, 2026
Homeافغانستانرحمت الله نبیل:د محقق د ډیورنډ دریځ د خپلواک نظر پر ځای...

رحمت الله نبیل:د محقق د ډیورنډ دریځ د خپلواک نظر پر ځای د پټې معاملې بڼه لري

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د محمد محقق د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د هغه دریځ تر دې چې یو روښانه حقوقي نظر وي، د پوښتنې وړ سیاسي بدلون ته ورته دی چې د معاملې بڼه لري.

نبیل وایي که دغه موضوع هغه مهال مطرح شوې وای چې محقق د واک په اوج کې او د خپلواک تصمیم نیولو په حالت کې وای، نو کېدای شوای د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې د بحث وړ سیاسي نظر بلل شوی وای، که څه هم د ټولو له لوري د منلو وړ نه وای.

د هغه په وینا، د پاکستان له پوځي چارواکو سره د اړیکو له نږدې کېدو او وروستیو لیکونو وروسته د همدې ادعا مطرح کول، دا دریځ له خپلواکۍ لرې کوي او داسې انګېرل کېږي چې ښايي د پردې تر شا د معاملو پایله وي.

نبیل ټینګار کړی چې د ډیورنډ موضوع یوه حساسه تاریخي مسأله ده او د ورځنیو شرایطو یا اړیکو په بدلون سره نه بدلېږي، بلکې د افغانستان د خلکو له ګډې ارادې سره تړلې ده او په اړه یې پرېکړه باید د یو ملي، شفاف او اجماعي بهیر له لارې وشي.

هغه زیاته کړې چې دا ډول موقتي دریځونه د طالبانو د واک د مشروعیت د پیاوړتیا او د مخالفو ډلو د لا تیتوالي سبب ګرځي.

نوموړی په پای کې وایي چې اوسنی حالت یوازې د بیان ازادۍ موضوع نه ده، بلکې دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا ډول دریځونه د خپلواک فکر پایله ده او که د اړیکو او شاته معاملو اغېز؟ او زیاته کړې یې ده چې ټولنه ثابتو او د باور وړ دریځونو ته اړتیا لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here