دوشنبه, اپریل 20, 2026
Homeافغانستانشاه حسین مرتضوي:د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید پر سیاسي عقلانیت...

شاه حسین مرتضوي:د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید پر سیاسي عقلانیت ولاړ وي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید د سیاسي عقلانیت، ګډې پوهې او د هېواد د تېر، اوسني او راتلونکي حالت د دقیق درک پر بنسټ وټاکل شي.

ښاغلي مرتضوي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له احساساتي چلند څخه باید ډډه وشي.

نوموړی زیاتوي چې هغه سیاستونه چې له سیاسي عقلانیت څخه بې‌برخې وي، د خلکو له ملاتړ څخه نه برخمن کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here