د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د ګواښونو کچه لوړه شوې او دواړه لوري یو بل ته توندې څرګندونې کوي.
د هغه په وینا، د خبرو اترو لپاره د دواړو هېوادونو د پلاوو په ترکیب کې د بدلون خبره هم کیږي.
هغه زیاتوي که د امریکا مرستیال ولسمشر په خبرو کې ګډون ونه کړي؛ نو ایران به هم لکه پخوا خپل مهم استازي د خبرو لپاره اسلام اباد ته ونه لېږي.
د هغه په باور، د پلاوو د کچې ټیټېدل د خبرو پر پایلو او پرېکړو منفي اغېز کولی شي او خبره بیا د بلې جګړې د تیاري په معنی ده.
میاخېل خبرداری ورکوي چې دا وضعیت ښايي د شخړې د پراخېدو لور ته ولاړ شي او که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو پایلې به یې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د سیمې او منځګړو لپاره هم خطرناکې وي او د درېیمې نړیوالې جګړې احتمال رامنځته کوي.
د هغه په خبره، راتلونکې ۴۸ ساعته به ډېر مهم وي او ټاکي چې وضعیت د خبرو لور ته ځي او که د تاوتریخوالي.

