د طالبانو حکومت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان سمرقند ښار ته سفر کړی، ترڅو په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف په رسمي بلنه سمرقند ته تللی دی.
د متین په وینا، هغه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه په یوه نړیواله ناسته کې ګډون وکړي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې ناسته کې به د نشه يي توکو نړیوال ګواښونه وڅېړل شي او د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو پر لارو چارو به بحث وشي.
قانع ویلي چې چې د «اسلامي امارت» پلاوی به په غونډه کې خپلې لاسته راوړنې، د نشه يي توکو پر ضد اقدامات او راتلونکې برنامې ګډونوالو ته وړاندې کړي.

