د ننګرهار پخواني والي، ضیاالحق امرخېل، ویلي چې د هېوادونو د پرمختګ یو مهم بنسټ د ښځو فعاله ونډه ده او هغه ملتونه بریالي کېږي چې د نارینه وو ترڅنګ ښځو ته هم د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
امرخېل دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې راپورونه ښيي، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي او همدارنګه هر کال د پوهنتونونو د کانکور ازموینو ګډونوالو کې تر ۶۰ سلنې ډېرې نجونې برخه اخلي.
هغه په غیر مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته په اشارې ټینګار کړی چې د ښځو پر زدهکړو محدودیتونه د هېواد د پرمختګ مخه نیسي او دا ډول تګلارې کولای شي افغانستان له نړیوالې سیالۍ وروسته پاتې کړي.
د هغه په وینا، که ښځو ته د لوړو زدهکړو او مسلکي ودې فرصتونه برابر شي، نو دا به نه یوازې د کورنیو، بلکې د ټول هېواد پر اقتصادي او علمي وضعیت مثبت اغېز ولري.

