یکشنبه, اپریل 12, 2026
Homeافغانستاناسلام‌اباد کې د ایران–امریکا بې‌نتیجې خبرې؛عاطف مشعل وایي، چې سیمه په چټکۍ...

اسلام‌اباد کې د ایران–امریکا بې‌نتیجې خبرې؛عاطف مشعل وایي، چې سیمه په چټکۍ د یو لوی کړکېچ پر لور روانه ده

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، چې ‏په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې داسې ښکاري سیمه په چټکۍ د یو لوی کړکېچ پر لور روانه ده چې اغېزې به یې د سیمې پر امنیت او نړیوال اقتصاد دواړو باندې وي، او انفلاسیون به هم زیات شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که څه هم هڅې روانې دي چې امریکا بېرته خبرو ته را وګرځي، خو تر اوسه یې نتیجه عملي نه ښکاري، په ځانګړي ډول کله چې داسې انګېرل کېږي چې نتنیاهو د امریکا پر تګلارې زیات اغېز لري.

د مشعل په وینا، پاکستان چې غوښتل یې د دواړو ترمنځ پُل واوسي، اوس ورو ورو د همدې کړکېچ تر سیوري لاندې راځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here