شنبه, اپریل 11, 2026
Homeافغانستانحامد کرزي:اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د سوله‌ییزې مذاکرې...

حامد کرزي:اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د سوله‌ییزې مذاکرې هرکلی کوم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران او امریکا ترمنځ په اسلام آباد کې د اوربند د ټینګېدو او مذاکراتو د پیل هرکلی کړی دی.

کرزي ویلي، د جګړې پای او د وسله‌والې شخړې ختمېدل نه یوازې د دواړو لورو، بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه دي.

هغه د اوربند د رامنځته کېدو او د خبرو د پیل لپاره شوې هڅې ستایلي او له ټولو اړخونو یې مننه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې له امله ایران ته د درنو انساني تلفاتو او مالي زیانونو اوښتل، او همدارنګه د عربي هېوادونو د احتمالي زیانمنېدو موضوع، د اندېښنې وړ ده.

هغه له ایران سره خواخوږي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې روانې خبرې به، ګټورو او اغېزناکو پایلو ته ورسېږي.

د کرزي په وینا، که د تفاهم له لارې سوله او ثبات تأمین شي، نو دا به د ایران، سیمې او نړۍ د خلکو لپاره د هوساینې او ارامۍ زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here