جمعه, اپریل 10, 2026
Homeکورپاڼهکه د "ډاکې" یاد تازه کوئ!

که د “ډاکې” یاد تازه کوئ!

لیکوال: احمد شاه ساحل

د منظور پښتین په ګډون، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ، دوستانو او ملګرو څخه جلا شوی او د یو ځانګړي تکتیک له مخې روان دی، د پي ټي ایم هر لوی او کوچنی غړی دا مهال د ژوند د سختو حالاتو سره مخ دی. ځیني په زندانونو کې او ځیني بهر د بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له چا ژوند اخیستل شوی، له چا کار، او له چا ازادي.

خو د دې ټولو کړاوونو سربېره، د دې غورځنګ هېڅ غړي له خپلې مبارزې لاس نه دی اخیستی؛ هېچا یې پي ټي ایم نه دی پرېښی، او هېچا د ظلم پر وړاندې د مظلومیت غږ نه دی غلی کړی. ځکه دوی دا هر څه له پيله منلي وه. دوی د خپلې مبارزې په لومړۍ ورځ د قربانیو او سختیو حساب کړی و. دوی پوهېدل چې که په همدې نه ماتېدونکي عزم رامخته نه شي او د بدلون لپاره دغه ډول بې سارې هڅې ونه کړي، خلک نه راپورته کېږي.

په دې استراحت‌ طلبه او “کامريډ ضده” پېړۍ کې به څنګه یو پښتون له معمول حالته مزاحمت ته وړې؟ څنګه به یې چمتو کوې چې راځه، پر وطن جنګ دی؟ راځه ”نوکري“ پرېږده، د ”سرکار“ خلاف بغاوت دی؟ څنګه به یې قانع کوې چي ”پيرنګیان“ نه دي تللي، همدلته دي، لا ستا د وطن په اب و دانه پایي، لا ستا پر وسایلو قابض دي، لا ستا د وطن شال او شمله سپکوي؟ یو پښتون چې پرلپسې اووه لسیزي له خپل هویته لیرې ساتل شوی، له ماشومتوبه تر ځوانۍ پوري د “وطن” په یوه درواغجنه ترانه تېر ایستل شوی وي، څنګه به یې ملي سرود ته دروې؟ څنګه به ورته وایې چې سړیه، لوری دې غلط کړی، را وګرځه، وطن هلته دی، اصل هلته دی؟

د پېښور په ”شمع“ سېنما کې ناست پښتانه ځوانان په اسانۍ نه راولاړېږي؛ په هغوی به څنګه منې چې ستاسې دښمن تربور نه دی، هغه ته فلمي ډېلاګونه مه وایاست؟ راځئ چې اصلي دښمن در وپېژنم. هغه پښتون چې د حالاتو جبر او اوږدو محرومیتونو دومره ځپلی وي چې له دوه وختونو ډوډۍ پرته بل هېڅ نه غواړي، څنګه به پرې منې چې ازادي او انقلاب وغواړي؟

دا اسانه نه ده؛ دا خلک چې یو ځل تا خپله پر میدان ونه ګوري، ستا د مبارزې ژوندۍ بیلګې او قربانۍ ونه ویني؛ نه راوځي او نه درپسې کېږي. نن چې راوتلي، او د دوی لمنځه لوی شمېر پښتانه قهرېدلي دي، دا حالت په تشو شعارونو منځته نه دی راغلی. دا د منظور پښتین د خارق العاده تدبیر او حکمت پایله ده، دا خلکو د پي ټي ایم د خودجوشه ځوانانو؛ ارمان لوڼي، ګیلمن وزیر او عارف افغان پاشلي ککرۍ لیدلي چې له وطنه ځار شوي؛ دوی ته یو چا ثابته کړې چې پر دغه لاره له خپلو سرونو هم تېر دي.

لهذا، موږ د پي ټي ایم هر لوی او واړه غړي او د هغو قربانیو ته د تعظیم سرونه ټیټوو، موږ منو چې د نن وېښتیا او درېدا د دوی د قربانیو پایله ده، او ور یادوو چې ډېر مزل مو کړی، خو ډېر لا پاتې دی. د تاریخ زریني پاڼې مو پر بل چا نه لورېږي؛ تاسې زحمت ایستلی او تاسي یې حقدار یاست، دا لاره تاسې ووهئ او دا پاڼې تاسې وګټئ.

څنګه چې منظور پښتین وایي:
لا مې د ژوند کیسه تمامه نه ده
راته منزل، راته مورچل پاتې دی

موږ هم دا خبره تازه کوو او وایو چي بلې هو، تاسې ته لا لار پاتې ده، لا کیسه تمامه نه ده. لا ډېر خلک ویده دي، لا ډېر پر غلطو ادرسونو روان دي، دا ټول به خپلول غواړي. د ټولنې هره طبقه به په خوځښت راولئ، هر غړي ته به دعوت ورکوئ، پر هر پلټفارم به فعال یاست، او هر څوک به په غېږ کې نیسئ.

پوهېږو دا هر څه په اسانۍ نه کېږي، دا سختي او قربانۍ غواړي، دا په لاسونو کې هتکړۍ، پاشلي او نذرانه ککرۍ غواړي.

تاسې به د ډېرو نورو ستونزو سره هم مخامخ شئ، ډېر نور مخالفین به هم پیدا کړئ، خو که تاسې د یو بریالي بدلون هیله لرئ، هره نوې ستونزه به د یوې نوې انرژۍ په توګه منئ. تاسې که د پښتنو اکثریت خپلوئ او که د ”ډاکې“ یاد تازه کوئ، باید له سختو سختي وزغمئ، داسې چې هره قرباني مو د زرګونو او لکونو نورو پښتنو د ويښېدلو او درېدلو سبب وګرځي.

د لویو لویو قدرتونو رب ستاسو سره دی!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here