د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو پر ملکي خلکو ډزې کړې دي.
د چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.
ویل کېږي برید کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو.
ځايي سرچینې وايي چې دا پېښه د دهمیري کلي کې د «سید محمد آقا» زیارت ته نږدې رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

