د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۴ کوډګر نیولي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دغه وزارت وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو راپورونه ورکړي دي، او تېره اونۍ یې د ۱۱ کوډګرو د نیولو خبر هم خپور کړی و.
همدارنګه، وزارت ویلي چې تېره اونۍ یې د ښځو د حقونو په برخه کې ۱۱۲ قضیې حل کړې، چې پکې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو ورکول، مهر، میراث او طلاق اړوند مسایل شامل وو.
د وزارت راپور زیاتوي چې په تېره اونۍ کې د سوداګرو د بیو د کنټرول، احتکار او د بېکیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په برخه کې یې ۲۱۸ اصلاحي ناستې ترسره کړي دي.

