چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د چین په منځګړیتوب د افغانستان...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د چین په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان رسمي خبرې په ارومچي ښار کې پای ته ورسیدې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د چین په کوربه‌توب او منځګړیتوب پاکستاني پلاوي سره په ارومچي ښار کې ترسره شوې رسمي خبرې اترې پای ته رسېدلې دي.

د بلخي په وینا، یادې خبرې په رغنده فضا کې ترسره شوې او پکې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.

نوموړي د چین د ښه نیت او کوربه‌توب مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او مؤثرو همکاریو د لا پیاوړتیا سبب شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here