د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې اعلان کړی چې د وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو له امله په ټول هېواد کې تر اوسه ۱۴۸ کسان مړه شوي، ۲۱۶ نور ټپیان دي او ۸ تنه لا هم نادرکه دي.
د یادې ادارې په وینا، دغو طبیعي افتونو ۱۱۴۹ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۵۰۱۰ نور کورونه یې سطحي زیانمن کړي دي.
همدارنګه، د سیلابونو له امله ۳۶۶ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي او شاوخوا ۱۶ زره او ۷۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړي ده.
اداره زیاتوي چې د ژغورنې او مرستو رسولو هڅې روانې دي او زیانمنو سیمو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره لازم اقدامات دوام لري.

