د ننګرهار ولایت د د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، د شېرزادو، خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د وروستیو سختو اورښتونو له امله د کورونو چتونه نړېدلي، چې له کبله یې ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، د شیرزادو ولسوالۍ په ګندمک کلي کې د چت پریوتو له امله درې ښځې وژل شوي او دغه راز خوږیاڼو ولسوالۍ کې یوه درې کلنه ماشومه د دیوال نړیدو پېښه کې وژل شوې او په وینا یې ځینو نورو سیمو کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
حماد دغه راز ویلي، چې دغه طبیعي پېښو د یادو سیمو اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او لا هم ګڼ شمېر کورونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار ولایت د امنيتي او ملکي ادارو مسوولین وایي، چې د ژغورنې او مرستندویه ډلې په بشپړ چمتووالي سره سیمو ته رسېدلي او د زیانمنو کورنیو د مرستې چارې روانې دي.

