د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز ادعا کړې چې د دغه هېواد ځواکونو په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتي سازمان یو لوړپوړی چارواکی له منځه وړی دی.
کاتز ویلي، په دې عملیاتو کې مجید خادمي، چې د سپاه پاسداران د استخباراتي جوړښت له مهمو څېرو او د درېیو ارشد مسؤلینو له ډلې څخه و، په نښه او «خنثی» کړل شو.
د هغه په وینا، خادمي د جګړهییزو “جنایتونو” له مستقیمو مسؤلینو څخه ګڼل کېده.

