د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د وروستیو جنګي جنایتونو پر مهال ملکي خلکو ته درانه تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي چې په دې موده کې ۱۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ مدرسې، ۳ کلینیکونه او ۲۵۶ دوکانونه هم تخریب شوي دي.
نوموړي ویلي چې همدارنګه ۴۲ موټرونه او ۶۶۱ څاروي له منځه تللي دي.
د فطرت په وینا، په دغو عملیاتو کې ۲۵۶ نور عامه او خصوصي تاسیسات هم زیانمن شوي او شاوخوا ۲۷۴۰۷ کورنۍ د بمبارونو له امله بېځایه شوې دي.
د فطرت په خبره، پاکستان په افغانستان ۱۴۹۷۳ هاوانونه او توپونه را ویشتي دي.

