یوناما وايي، چې افغانستان د ماینونو او ناچاودو توکو له امله د مرګژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی.
دغه راپور د ملګرو ملتونو له خوا د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی.
یوناما زیاتوي چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان وژل کېږي، چې نږدې ۸۰٪ یې ماشومان دي او نږدې ۹۰٪ پېښې د ناچاودو مهماتو له امله رامنځته کېږي.
همداراز، هالو ټرسټ ویلي چې شاوخوا ۶.۴ میلیونه کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي چې له هرو پنځو کسانو یو په خطرناکو سیمو کې ژوند کوي.
یوناما ټینګار کوي چې د ماین پاکۍ لپاره بېړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

