کابل کې د ایران سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقايي له قوله ویلي چې د امریکا او اسراییل د ۳۵ ورځني پوځي بریدونو پر مهال په ایران کې مېشت یو شمېر افغان وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د یادونې له مخې، دا پېښې د هغو بریدونو پر مهال رامنځته شوې چې د متحده ایالات او اسراییل له لوري ترسره شوي دي.
اسماعیل بقايي د دغو افغانانو له کورنیو، د افغانستان له ولس او چارواکو سره ژوره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې ایران به د دې پېښو اړوند وضعیت تعقیب کړي او هڅه به وکړي چې اغېزمنو کسانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

