جمعه, اپریل 3, 2026
Homeافغانستانننګرهار؛حصارک ولسوالۍ کې د پلار او زوی ترمنځ شخړه کې ۱۴ کلنه...

ننګرهار؛حصارک ولسوالۍ کې د پلار او زوی ترمنځ شخړه کې ۱۴ کلنه لور وژل شوې

راپورونه وایي، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې پر مهال یوه نجلۍ وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د پلار او زوی تر منځ د شخړې پر مهال یوه ۱۴ کلنه نجلۍ په ډزو لګېدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینې وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د کورنۍ د دوو غړو تر منځ لفظي شخړه په تاوتریخوالي واوښته، خو مرمۍ پر نجلۍ ولګېده.

تر اوسه د پېښې د نورو جزیاتو او د مسؤل کس د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here