دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:افغانستان کې له ښځو سره روان ظلم...

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:افغانستان کې له ښځو سره روان ظلم یو طرحه شوی پروګرام دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل راپور کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلاره” طرحه شوی پروګرام” بللی.

راپور کې راغلي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ښځو شاتګ کړی او داسې فرمانونه یې صادر کړي چې مېرمنې، له عامه او سیاسي ژوند څخه څنډې ته کوي.

د راپور له مخې، زیاتې ښځې د یوازیتوب احساس کوي او له سختو رواني ستونزو سره مخ دي.

راپور زیاتوي، له محدودیتونو سره سره افغانو ښځو بشپړ مقاومت کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here