د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د چین په نوښت د «اسلامي امارت» د منځنۍ کچې پلاوی چین ته رسېدلی، څو له پاکستاني لوري سره رسمي خبرې اترې ترسره کړي.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه مذاکرات د چین په ارومچي ښار کې د دغه هېواد په منځګړتوب پیل شي.
هغه ویلي، چې دا بهیر د چین په غوښتنه او د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ پر مخ وړل کېږي.
بلخي زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» پلاوی به په دې ناستو کې د اصولي او متوازن دریځ له مخې ګډون وکړي او هڅه به وکړي چې له پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د امنیتي مسایلو د اغېزمن مدیریت په اړه هراړخیزې خبرې وکړي.
د هغه په وینا، «اسلامي امارت» باور لري چې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماتیک تعامل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزو ته عملي او دوامداره حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

