چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Homeافغانستانترکیه؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۱۹ افغان کډوال وژل شوي

ترکیه؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۱۹ افغان کډوال وژل شوي

په ترکیه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا نولس افغان کډوال، چې په منځ کې یو ماشوم هم شامل دی، ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کډوالو هڅه کوله چې د ترکیې له امنیتي ځواکونو څخه وتښتي.

د ترکیې د ساحلي ساتنې ځواکونو په وینا، ۲۱ نور کډوال د دې پېښې څخه ژغورل شوي دي.

تر اوسه د قربانیانو ۱۸ جسدونه له اوبو را ایستل شوي، او د یو جسد د را ایستلو عملیات لا هم روان دي.

ویل کېږي چې د کښتۍ ټول سپاره کسان یې افغان کډوال وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here