سرچینو طلوعنیوز ته ویلي چې ټاکل شوې ده نن چهارشنبه د چین په اورمچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې خبرې اترې پیل شي.
د راپور له مخې، تر اوسه دا نه ده روښانه چې په دغو مذاکراتو کې به د دواړو هېوادونو له لوري کوم چارواکي ګډون وکړي او د پلاوو جوړښت هم نه دی اعلان شوی.
تر اوسه نه د طالبانو حکومت چارواکو او نه هم د پاکستان حکومت د دغو خبرو په اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.
دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترکیه او سعودي عربستان کې څو ځله مذاکرات شوي وو، خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې.

