د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل په موخه په خیبر پښتونخوا کې د قومي مشرانو لخوا جوړه شوې پاک-افغان جرګه وایي، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کړي.
د جرګې مشر تنظیموونکي ارباب شهزاد، چې د ASPIRE د ملاتړ ډلې مشري هم کوي، د پرانیستې غونډې پر مهال ویلي، چې دا ناسته به د دواړو لورو ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو واضح چوکاټ رامنځته کړي.

نوموړي د عامه ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی، او زیاته یې کړه چې د حکومتونو تر څنګ باید د دواړو هېوادونو خلک هم یو بل ته ورنږدې شي، څو د باور فضا رامنځته شي.
په دې جرګه کې قومي مشرانو، سیاسي څېرو، د مدني ټولنې استازو، د پارلمان غړو او د رسنیو استازو برخه لروده.

