سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeکورپاڼهد خلیج هېوادونه ټرمپ ته:ایران کې دې جګړه د دغه هېواد د...

د خلیج هېوادونه ټرمپ ته:ایران کې دې جګړه د دغه هېواد د ځواکونو تر کمزوري کېدو دوام وکړي

د آسوشیټد پرېس د راپور له مخې، د خلیج عربي هېوادونو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د ایران پر ضد جګړه تر هغه وخته دوام ومومي، څو د تهران ځواکونه په بشپړه توګه کمزوري شي.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کویت او بحرین چارواکو په شخصي خبرو کې ټینګار کړی چې عملیات باید د ایران په مشرتابه یا چلند کې تر څرګند بدلون مخکې بند نه شي.

راپور زیاتوي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم سپینې ماڼۍ ته ویلي چې د ایران د پوځي ځواک او د واک د جوړښت کمزوري کېدل د سیمې د امنیت لپاره ګټور دي.

بلخوا ویل کېږي چې امارات د ځمکني برید له امکان څخه هم ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې عمان او قطر بیا پر دیپلوماتیک حل ټینګار کوي.

د راپور له مخې، سعودي چارواکي داسې هوکړه غواړي چې د ایران اټومي او توغندیز پروګرام محدود کړي، د نیابتي ډلو ملاتړ بند کړي او د هرمز تنګي د تړلو مخه ونیسي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here