د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي چې په تېرو درې ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېدنې، تندر او برښنا له امله په افغانستان کې ۲۸ کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې ۵۶۸ کورونه بشپړ یا جزوي ویجاړ شوي، ۲۴ د اوبو څاهګانې، ۹۳ کیلومتره سړکونه، ۳۰ د اوبو رسولو شبکې او ۲۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې، او له ۲۰۰ څخه زیات څاروي له منځه تللي دي.
تر دې دمه ۱۱۳۰ کورنیو ته مرستې رسېدلي، خو ګڼ شمېر زیانمن شوي اوسېدونکي وايي چې لا هم یې هېڅ مرسته نهده ترلاسه کړې او د خوراکي او نغدو مرستو غوښتنه کوي.
په ننګرهار، پروان، هرات او نورو ولایتونو کې هم سخت بارانونه شوي او سېلابونو جدي تلفات اړولي دي.

