د بشر حقونو نړیوال بنسټ ویلي چې پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو پر ملکي سیمو درنې وسلې او بېتفکیکه هاوان مرمۍ کارولي دي.
یاد بنسټ ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او له پاکستانه یې غوښتي چې پر ملکي سیمو بریدونه سمدستي ودروي.
دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې د دې پېښو په اړه پلټنې وکړي او د مسوولو کسانو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

