دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو د خوړو سازمان:په افغانستان کې د څلورمې پرلپسې اوونۍ...

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان:په افغانستان کې د څلورمې پرلپسې اوونۍ لپاره د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې په افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

یاد سازمان ویلي چې وروستیو بارانونو په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی او دا د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي، ځکه د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

د خوړو او کرنې سازمان د وړاندوینو له مخې ویلي چې د هېواد د مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو ځینې سیمې ښايي د مارچ له ۳۰مې څخه د اپرېل تر ۵مې پورې د سختو ورښتونو شاهدې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here